د فاریاب، جوزجان، هرات او بادغیس ولایتونو سیمه ییز چارواکي وايي، د وروستیو ورښتونو له امله په دغو ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي. د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي چې په دغه ولایت کې د روان ورښت او سیلابونو له امله په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د نورو ولسوالیو په پر تله خلکو ته ډیر زیانونه اوښتي دي. فایق وویل، چې تراوسه په دغه ولایت کې په سیلابونو کې د اتو تنو د وژل کېدو خبرونه یې ترلاسه کړي دي. پر همدې مهال د هرات ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د انجیل، ګذرې، رباط سنګي او کشک کهنه ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.عیني شاهدان په سیلابونو کې له څلورو د زیاتو کسانو د وژلو ادعا کوي. هاخوا په بادغیس کې هم سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی. د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وویل، چې د دغه ولایت د جوند او قادس په ولسوالیو کې د تیرې ورځې د سیلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.