د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په جده کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره کتلي دي. د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې، په دې لیدنه کې دواړو مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې او نړۍ پر وروستیو بدلونونو په ځانګړي ډول منځني ختیځ کې پر روان تاوتریخوالي او د اوکراین کړکېچ باندې خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ولادیمیر زېلنسکي ویلي و، چې د اوکراین پوځ سلګونه د بېپیلوټه الوتکو متخصصین خلیج ته استول شوي، څو د ایراني ډرونونو د شنډولو او مخنیوي برخه کې مرسته وکړي.




































