د لغمان ولایتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه کور د چت غوځېدو پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي دي. د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې او اماده ګۍ رییس خیرمحمد غازي وايي، چې تېره شپه ۸ بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند “ګمبه” کلي کې د کور د چت غورځېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي سخت ټپیان شوي دي. غازي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان یې پر وخت روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.
هغه ویلي چې ډېر ژر به یادې کورنۍ ته لومړنۍ عاجلې مرستې ورسوي.




































