سعودي عربستان ته د الماني وسلو صادرات د تیر ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې د خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته، ځنډیدلي دي. د وسلو د صادراتو دغه بندیز د بریټانیا او فرانسې له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. المان پریکړه کړې څو سعودي عربستان ته د خپلو وسلو پر صادراتو بندیز د شپږو نورو میاشتو له پاره تمدید کړي. د المان د صدراعظمې انګلامیرکل ویاند شتیفن زایبرت ویلي، چې سعودي عربستان ته د الماني وسلو دغه بندیز به د روان کال د سپتمبر میاشتې پر ۳۰ نیټه پای ته ورسیږي. زایبرت د خپلو خبرو پرمهال همدا راز ویلي، چې په دغه موده کې به د وسلو په برخه کې نوي قراردادونه تائید نه شي. د بندیز مودې د تمدید دغه پریکړه د وسلو د صادراتو په برخه کې د پالیسۍ د بیا ارزونې په موخه د صدراعظمې میرکل او د هغې د کابینې ترمنځ تر ناستې وروسته شوې ده.