د هرات ځايي چارواکي وايي، چې د اسلام کلا بندر ته د بهرنیو ټرانزیټي وسایطو پرته له ویزې او روډ پاس تګ راتګ پیلیږي. تېره ورځ په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې چې د هرات د والي مولانا اسلامجار ترڅنګ د بهرنیو چارو او ټولګټو وزارتونو استازو او د غه راز د اسلام کلا د کمیساري، ګمرک او ترانسپورټ چارواکو برخه درلوده په دې اړه د کابینې د پرېکړې د تطبیق په هکله خبرې شوې دي. چارواکي وايي دغه پرېکړه څه دپاسه زرو کسانو ته د ورځني کار زمینه برابروي او د کرایو ،ترانسپورټي لګښتونو او داجناسو د بیو په راټیټولو کې به هم رول ولري.




































