د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی چې پوځ د بشري ځواک د کمښت له امله د جدي ستونزو او حتی د «داخلي ړنګېدو» له خطر سره مخ دی. نوموړي ویلي، که د سرتېرو د جذب او د احتیاطي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره نوي قوانین تصویب نه شي، پوځ به د ورځنیو دندو په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخ شي. بلخوا، د اپوزیسیون ځینو مشرانو حکومت تورن کړی چې هېواد یې له کافي امکاناتو پرته څو اړخیزې جګړې ته داخل کړی، خو د بنیامین نتانیاهو د دفتر له لوري دا نیوکې رد شوې او ستونزې یې حقوقي خنډونو ته منسوبې کړې دي.




































