د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال، ماليخان صدیق، د پکتیکا د تروې ولسوالۍ اړوند له یو شمېر سیمو لیدنه کړې ده. نوموړی وايي، له دې وړاندې داسې اوازې خپرېدې چې کواګې دې سیمه کې افغان ځواکونو خپلې پوستې یا ځینې سیمې پاکستاني لوري ته پرېښې، خو په خبره یې چې هیڅ حقیقت نهلري. هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه په کلکه هوډ لري د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي او په هېڅ صورت به د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم چاته پرې نږدي.




































