د پاکستان او افغانستان سوداګري د تېر کال په پرتله ۷۹ میلیونه ډالره نوره راټيټه شوې ده. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د معلوماتو له مخې د دوه اړخيزې سوداګرۍ کمېدو علتونه د ترانزېټ د ځنډ ښکار کېدل، سياسي او امنيتي وضعیت ښودل شوی دی. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی مني چې د دواړو هېوادونو سوداګري د حکومتونو د سياستونو ښکار کيږي او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري راټيټه شوې ده. الکوزي ویلي، چې په تورخم ښار د کانټېنرو د درېدو له امله هر وخت سوداګرو ته ګڼ زیانونه اوړي. افغان او پاکستاني سوداګر وايي، چې دواړه هېوادونه بايد سياست د سوداګرۍ نه لرې وساتي.