په پام کې ده چې په قطر کې دوهمه بین الافغاني ناسته پر ټاکل شوې نیټه ترسره شي. د مسکو دغونډې ګډونوال او پخوانی طالب چارواکی وایي، دغه ناسته د اپریل میاشتې په څوارلسمه او پنځلسمه نېټه ترسره کیږي او تمه ده چې دا ځل د حکومت استازی هم پکې برخه واخلي. سلام ضعیف وایي، د افغان مرکچي پلاوي غړي ښایي له ناستې وړاندې له ولسمشر غني سره په دې تړاو ناسته ترسره کړي. نوموړی وایي، د سولې پر وړاندې هر راز خنډ رامنځ ته کول به د ملت له غبرګون سره مخ شي، ځکه په وینایې اوس مهال له هرڅه زیات افغانان سولې ته اړتیا لري. ضعیف وایي، د قطر د بین الافغاني ناستې مخکې د لویې جرګې پر دایرولو ټینګار د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کولو په مانا دی او په باور یې دغه راز یو اړخیزې ناستې د سولې لپاره ګټورې نه دي.