د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولین وايي، د هند پلازمېنې ډیلي ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له کبله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي. د دغې ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، دا چې لا هم د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوایي حریم تړل شوی، نو اوس ټولو هندي هوايي شرکتونو د افغانستان لور ته الوتنې درولې دي. د دغې ادارې چارواکي وايي، د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو له کبله افغانستان ته نږدې اته میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی. د افغانستان د هوايي چلند ادارې مسوولین وايي، د پاکستاني چارواکو د اعلان پر بنسټ به د افغانستان له لوري د هند خوا ته د ترانزیټ هوايي لاره د اپریل تر لومړۍ نېټې تړلې وي. دوی وايي له یوې میاشتې راهیسې پاکستان هره اونۍ دغه بندیز تمدیدوي.