د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په کتنه کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو اقدامات د سیمې په زیان بللي او ویلي یې دي، چې د جګړې پراختیا د ټولې سیمې ثبات ته ګواښ دی. سرچینې ویلي، چې په دېکتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او سیمهییزو مسایلو هم خبرې شوې دي. متقي دغه راز د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ پر ودې بللي. دواړو لورو د خبرو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو پر حل ټينګار کړی دی.




































