د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د شاه او عروس بند له اوبو څخه په بشپړ ډول ډک شوی او هغه يې د اقتصادي او کرنې وضعیت د غورهوالي زېری بللی دی. یاد وزارت د مالوماتو له مخې د کابل په شکر درې ولسوالي کې د شاه او عروس بند، چې تېر کال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د وروستیو اورښتونو له امله په بشپړ ډول له اوبو ډک شوی دی. د سرچينې په خبره دغه ارزښتناکه لاسته راوړنه، په هېواد کې د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت، د کرنې سکټور د پیاوړتیا او د دوامداره اوبو د چمتوکولو په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د پر موخو ولاړو هڅو ښکارندویي کوي.




































