په بغلان ولایت کې پرانیستي ښونځي د افغان ځواکونو دعملیاتو له امله تړل شوي دي. د بغلان ولایت ځایي اوسېدونکي وایي، افغان ځواکونو د دې ولایت له ښونځيو څخه پوځي مرکزونه جوړ کړي او له وسله والو مخالفینو سره د جګړې پر لومړۍ کرښه بدل شوي دي. ځایي خلک وایي، له همدې امله په دې ولایت کې لسګونه ښونځي تړل شوي او زده کونکي د جګړې له وېرې ښونځيو ته نشي تلای. د بغلان اوسېدونکي وایي، د ډنډ غوري، مرکزي بغلان او بورکې ولسوالۍ ګڼ شمېر ښونځي اوس مهال تړل شوي او لوی شمېر زده کونکي له زده کړو پاتې دي. د دې ولایت د پوهنې رییس سید اسماعیل مجاهد وایي، په دې تړاو یې له امنیتي ادارو سره خپله ستونزه شریکه کړې، خو وایي له بیا بیا غوښتنو سره سره ورته پام نه کیږي. د بغلان والي عبدالحی نعمتي هم دغه ستونزه مني، خو وایي دغه ښونځي په نا امنیو سیمو کې دي او که افغان ځواکونه ترې بهر شي ښایي د مخالفینو لاس ته ورشي.