د امریکا د ملي امنیت سلاکار په ونزویلا کې د روسیې د پوځي شتون په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په دې سیمه کې د پوځي فعالیتونو د پراخولو لپاره د روسیې هر ډول اقدام به د نړیوالې سولې په وړاندې مستقیم گواښ وي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دوی د لویدیځې نیمې کرې بهر ټولو عواملو ته وایي چې ونزویلا او یا په دغه نیمه کره کې نورو سیمو ته د پوځي تجهیزاتو په استولو سره او یا د پوځي شتون د پراخولو په هکله پوره احتیاط وکړي. بولټن ویلي، دغه ډول پارونکي اقدامات په سیمه کې نړیوالې سولې او امنیت ته مستقیم گواښ دی. پر همدې مهال روسیې ویلي، چې د پوځي همکارۍ د یوې موافقې په اساس خپل متخصصین ونزویلا ته استوي، خو ټینگار یې کړی چې دغه اقدام د سیمې ثبات ته هیڅ گواښ نه پیښوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې له روسیې غوښتي وو چې له ونزویلا نه خپل ټول پوځیان وباسي.