د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د لبنان سوېل کې د جګړې پرمهال یې څلور سرتیري وژل شوي دي. د پوځ د معلوماتو له مخې، په همدې نښته کې دوه نور اسراییلي سرتېري هم ټپیان شوي دي. دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې اسراییل د لبنان سوېل کې خپل ځمکني عملیات پراخ کړي دي. د یادونې وړ ده، چې په ورستیو ورځو کې د لبنان په سویل کې د اسراییلي پوځیانو د وژنې او ټپي کېدو ګڼې پېښې ثبت شوي دي.




































