د کانونو او پټرولیم وزارت په هیواد کې د ټاپي پروژې د عملي کارونو د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومتره د ګازو نللیکه غځول شوې ده. د یاد وزارت ویاند، همایون افغان، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د هغه په وینا، تر دې دمه ۲۵ کیلومتره نللیکه غځول شوې او د پاتې برخې د عملي کولو لپاره شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره سیمه هم چمتو شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د پروژې سیمې ته نوې نللیکې او تخنیکي تجهیزات لېږدول کېږي، چې دا به د کارونو په چټکتیا کې مهم رول ولوبوي. د معلوماتو له مخې، تمه ده چې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پای پورې د هرات اړوند د ټاپي پروژې ۱۵۳ کیلومتره برخه بشپړه شي.




































