د رویټرز د راپور له مخې ټرمپ په ویتنام کې له کیم جونګ اون سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې خپل اټومي تاسیسات او د اټومي سون مرکزونه امریکا ته ولېږدوي. رویټرز لیکي چې تر ماښامنۍ مخکې ټرمپ کیم جونګ اون ته یو کوچنی لیک ورکړی او په دې لیک کې یې په انګلیسي او کوریایي ژبه له هغه غوښتي چې خپل اټومي تاسیسات امریکا ته ورکړي. سرچینه کاږي چې د همدې په لوستلو سره کیم جونګ اون مذاکرات پرې اېښي دي او دغه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي. ټرمپ هغه مهال ویلي وو، چې شمالي کوریا سترې غوښتنې لرلې نو ځکه مذاکرات مات شول. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې دوی لا هم له شمالي کوریا سره د ستونزې د حل په لټه کې دي.





































