د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند، کپتان ټیم هاوکینز، ویلي چې په منځني ختیځ کې د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه ۳۴۸ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي، چې له دې ډلې د ۶ کسانو ټپونه جدي بلل شوي دي. د سنټکام د وروستي راپور له مخې، چې د وري میاشتې په اوومه نېټه د جمعې په ورځ خپور شوی، د ټپیانو شمېر یوازې په تېرو پنځو ورځو کې ۳۵ کسانو ته لوړ شوی دی. هاوکینز زیاته کړې چې له ټولو ټپیانو څخه ۳۱۵ تنه بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.




































