د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په څرخ او ازرې ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د چارواکو په وینا، په دې پروژو کې د سربندونو، کانالونو او محافظتي دېوالونو جوړول شامل دي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ په پنځو میاشتو کې بشپړې شوې دي. د سرچینې په خبره د دغو پروژو په بشپړېدو سره شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه خړوبېږي او ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.




































