کونړ کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي او ګڼ خلک له جدي رواني ستونزو سره مخ شوي دي. ځايي اوسېدونکو ویلي، د پرلهپسې بریدونو له امله یې کورونه، مالونه او شتمنۍ زیانمنې شوي او نورو سیمو ته کډه شوي دي. د معلوماتو له مخې، وروستیو بریدونو کرنیزو ځمکو او باغونو ته زیان اړولی دی. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې د پاکستاني پوځي رژیم د توغندیزو بریدونو له امله د ډیورېنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو څخه ۹ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.




































