د سوریې ولسمشر احمد شرع د خپل رسمي سفر پر مهال بریتانیا ته، د دغه هېواد له پاچا چارلز درېیم سره کتلي دي. د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي، څو د دواړو هېوادونو ګډې ګټې خوندي شي. د خبرپاڼې له مخې، بریتانیا له سوریې او د دغه هېواد له خلکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.




































