د نیمروز ولایت د زرنج ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې یادې ښاروالۍ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ۱۳۷میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د زرنج ښاروالۍ مالي او اداري آمر عبدالواسع ناصري رسنیو ته ویلي، چې یادې ښاروالۍ د تېر ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې دغه عواید راټول کړي او له تیر هغهکال څخه شل سلنه زیاتوالی ښیي. هغه ویلي، چې دغه عواید د مارکېټونو، جوازونو د وېش، د غرفو له کرایي او همدارنګه له ښاري خدمتونو څخه ترلاسه شوي دي




































