په اذربایجان کې د افغانستان د سفارت سرپرست، ډاکټر محمد فیصل، د دغه هېواد د دولتي مهاجرت ادارې د نړیوالو همکاریو له مشر الوي علییف سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو په اذربایجان کې د مېشتو افغانانو پر وضعیت هر اړخیزې خبرې وکړې. همدارنګه، دواړو خواوو د ګډې همغږۍ پر پیاوړتیا او د دوامداره همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د افغان کډوالو ستونزې په ښه توګه حل شي.




































