رویټرز خبري اژانس راپور راپور ورکړی، چې عراق هره ورځ ۵۰ زره بېرله نور خام نفت د صادراتو لړۍ ته ور زیات کړي دي. د عراق د نفتو د پلور دولتي شرکت (سومو) مشر ویلي، د نوي تړون له مخې به د بصرې منځني کیفیت نفت د سوریې له لارې مدیترانې او اروپا ته صادرېږي. یو شمېر کارپوهان دا تړون د عراق د اقتصاد لپاره مهم بولي، ځکه چې د صادراتو نوې لارې پرانیزي او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي کچه لوړه وي.




































