هند او امریکا وایي، پاکستان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي، رښتنې او هدفمنده مبارزه وکړي. د هند او امریکا ګډې کاري ډلې تېره ورځ پرېکړه کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره پر پاکستان فشار اړین دی. دغه کاري ډلې په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان تر دې دمه د ترهګرو ډلو پر وړاندې رښتینې مبارزه نه ده کړې نو ځکه اړتیا لیدل کېږي چې دغه هېواد په سیمه کې د شته نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې هدفمنده، جدي او رښتینې مبارزه وکړي. هندي چارواکو ویلي پاکستان په سیمه کې د نا امنۍ سبب دی او په دغه هېواد کې شته ترهګرې ډلې د پاکستاني استخباراتو له ملاتړه برخمنې دي. دوی پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې نور دې د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي او له نړیوالو سره دې رښتیني شي.





































