افغان حکومت له روسیې غوښتي چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان پوځي رژیم برید وڅېړي. په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي، چې افغانستان غواړي مسکو د دغه برید د پایلو په ارزونه کې برخه واخلي. شاهین له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، روسیه کولی شي د کارپوهانو یو پلاوی راولېږي تر څو دا پېښه په دقیق ډول وڅېړي او له قربانیانو سره مرسته وکړي. پاکستاني الوتکو د مارچ په ۱۶ په کابل کې د روږدو درملنې پر روغتیايي مرکز برید وکړ چې له امله یې له ۴۰۰ څخه زیات کسان شهیدان او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان کړل. دا برید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د دغه سازمان کارپوهانو او د بښنې نړۍوال سازمان له خوا غندل شوی دی.




































