د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» ویلي، چې د ایران پر ضد عملیاتو کې تر اوسه ۱۳امریکايي سرتېري وژل شوي او ۳۶۵ نور ټپيان دي. د معلوماتو لهمخې، د ټپیانو ډېره برخه ځمکني ځواک پورې تړاو لري. د پنټاګون د خپرو شویو معلوماتو لهمخې،په ټپیانو کې ۲۴۷ تنه د ځمکني ځواک، ۶۳ تنه د سمندري ځواک، ۱۹ تنه د سمندري پلي ځواکونو او ۳۶ تنه د هوايي ځواک غړي شامل دي. د راپور لهمخې، په دغو عملیاتو کې ۱۳ امریکايي سرتېري هم وژل شوي دي. پنټاګون ویلي، چې له ټپیانو څخه شاوخوا ۲۰۰ تنه منځني او لوړپوړي پوځي افسران دي.




































