ایټالیا وايي امریکا دې د چین پورونه پرې کړي. ایټالیا د جي اووه غړی هېواد دی او د چین له یو کمربند یوې لارې پروژې سره یو ځای شو. دا لومړنی اروپايي هېواد دی چې د چین له دغه سترې پروژې سره یو ځای کېږي او دې مسئلې د امریکا رخه پارولې ده. امریکايي چارواکو ویلي وو، ایټالیا ته نه ده په کار چې په دغه پروژه کې له چین سره یو ځای شي. خو ایټالیا وايي، امریکا دې د ورته څرګندونو پر ځای تر هر څه وړاندې د چین پورونه پرې کړي. د ایټالیا د پراختیا او اقتصاد وزیر ویلي، دوی د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له دغه سترې پروژې سره یو ځای شوي او ښايي نور اروپايي هېوادونه هم ژر له دغه پروژې سره د وصلېدو لپاره خپل تیاری وښيي.





































