په غور ولایت کې د اوبو رسولو د پنځه شبکو جوړولو چارې پیل شوې دي، چې په بشپړېدو سره به يې له زرو څخه ډېرې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي. د مسوولینو په وینا، دا پروژې د فیروزکوه، دولینه، تیوره او ساغر ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې پلي کېږي چې پهکې د اوبو زېرمو، پایپونو او نلکو جوړول شامل دي. دغه پروژې د یونیسف په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې د خلکو د ژوند د ښه والي او د اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو کمېدو کې مهم رول لري.




































