له هغه وروسته چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ومنله چې هېواد یې له طالبانو څخه د خپلو ملي ګټو لپاره ملاتړ کړی دی، اوس کتونکي وايي دا څرګندونې ښيي چې په افغانستان کې جګړه بې ګټې ده او باید پر اصلي ځایونو تمرکز وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پاکستاني جنرالانو او د یاد هېواد استخباراتو د خپلو ملي ګټو په خاطر له وسله والو طالبانو ملاتړ کړی دی. نوموړي دغه راز زیاته کړې، طالبان اوس په دې پوه شوي چې په افغانستان کې وضعیت او شرایطو تغیر کړی دی او که چېرته ورته لږ قناعت هم ورکړل شي، نو لرې نه ده چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني. قریشي د الجزیرې ټلوېزیون د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ویل کېږي پاکستان له وسله والو ډلو ملاتړ کوي، وویل: هو پاکستاني جنرالانو او د پاکستان استخباراتي ادارې د خپلو ملي ګټو په خاطر له وسله والو ډلو ملاتړ کړی دی او هغوی مجبوره وو.
اوس کتونکي وايي چې پاکستان ښکاره اعتراف کوي، نو له دې سره پکار ده چې په افغانستان کې جګړه ودرول شي او پر اصلي ځایونو تمرکز وشي.
د سیاسي چارو شنونکی غلام جیلاني ځواک وايي، د افغانستان په کلو کې جګړه بې مانا ده او د قریشي خبرې د دې لپاره ښکاره دلیل دی چې د وسله والو اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي. د ځواک په خبره، امریکا باید نور د افغانانو وژل ودروي او په افغانستان کې د سولې او امن لپاره پر پاکستان فشار راوړي. ځواک وايي، که څه هم دا د سولې او امن لپاره ښکاره لاره ده، خو امریکا د خپلو ګټو لپاره جګړه غځوي.
د حقوقي چارو شنونکی سیف الرحمن عابد وايي، پاکستان ښکاره اقرار کوي او افغانستان باید دا اقرار له نورو شواهدو سره ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرکزونو ته ورسوي او له پاکستان څخه رسمي شکایت وکړي. د عابد په وینا دا د افغانستان حق دی او افغانستان باید په خپلواک ډول دا دوسیه پر مخ بوځي او په دې تړاو د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي.