الجزیرې راپور ورکړی چې د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه «جیوستراتېژیک بنبست» بللې او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د نړیوالو هڅو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده. د راپور له مخې، اردوغان دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ناټو له سرمنشي، مارک روټه، سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې خبرو کې دواړو لورو پر سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو، او همدارنګه له ناټو سره پر اړوندو مسایلو بحث کړی دی. اردوغان زیاته کړې چې د جګړې پر مهال د ترکیې له دفاعي سیسټم څخه د ناټو ملاتړ د دغه ایتلاف د ځواک او همغږۍ څرګندونه کوي. نوموړي همداراز ویلي چې ترکیه د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د سولهییز حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.




































