براهموس روسی شرکت وایي چې دوی د چټکو توغندیو د تولید په برخه کې له هندي محقیقینو سره په ګډه کار کوي او تمه ده، چې راتلونکی کال ښې لاس ته راوړنې ولري. یاد شرکت په روسیه کې فعالیت کوي او هندي متخصیصین هم ورسره همکاران دي. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې تر غږ چټک توغندي تولید کړي او په دفاعي برخه کې یې وکاروي. ددغه کمپنۍ کار په ۲۰۰۱ کال کې شروع شوی او تر دې دمه یې په کارونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دغه کمپنۍ وایي چې براهموس توغندي ته به لا ډېره پراختیا ورکړي او هغه به تر غږ چټک توغندی وي.





































