د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس، رافائل ګروسي، پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې د ایران په جنوب کې د بوشهر اتومي بټۍ پر شاوخوا سیمو د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده. ګروسي ویلي، چې پر دې اتومي تاسیساتو یا د هغې پر شاوخوا سیمو هر ډول برید «د اتومي خوندیتوب لپاره یو ډېر ریښتینی خطر» رامنځته کوي او باید ژر تر ژره ودرول شي. د راپورونو له مخې، پر ایران د امریکا او اسرائیل له خوا د ګډو بریدونو له پیل څخه شاوخوا ۴۰ ورځې تېرې شوې دي، چې په دې موده کې د بوشهر د ۱۰۰۰ میګاواټه اتومي بټۍ څلور ځله په نښه شوې ده. ویل کېږي، چې وروستی برید د تېرې شنبې په ورځ ترسره شوی و.




































