پر غزې تړانګه د اسراییلو د هوايي برید له امله ۱۰ تنه شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. رویټرز ویلي، دا برید د المغازي کډوالو کمپ ته نږدې ترسره شوی. سرچینې زیاتوي، چې په همدې ورځ د غزې په بېلابېلو سیمو کې د نورو بریدونو له امله هم یو شمېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.




































