عدليې وزارت ویلي، چې د روان لمریز کال لپاره د هېواد په کچه د استوګنیزو کورونو او بلاکونو د کرایې لوړول منعه شوي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کرایې معیار به د ۱۴۰۳ کال له کچې سره سم وي چې اعظمي ۱۰ سلنه زیاتوالی پکې منل شوی او له دې پورته کرایه اخیستل ناقانونه ګڼل کېږي. دغه راز ټاکل شوې چې په کابل کې د څار کمېټې د معاملاتو دفترونه او استوګنیز بلاکونه وڅېړي او سرغړوونکي د قانوني تعقیب لپاره اړوندو ارګانونو ته ور معرفي شي.




































