په کابل کې ، د چین ولسي جمهوریت سفیر جاو شینګ، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو همکاریو، سیمهییزو تحولاتو او اورمچي ښار کې د روانو مذاکراتو پر بهیر یې خبرې کړې دی. د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مثبتې وبللې او له خپل چینايي سیال او د هغه له ټیم څخه یې په اورمچي کې د مذاکراتو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه وکړه. نوموړي همداراز د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي امارات د منځګړیتوب هڅې ستایلې دي. هغه زیاته کړه چې تر دې دمه ګټورې خبرې شوې دي او هیله یې څرګنده کړه چې جزئي اختلافات به د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي. د چین سفیر هم د اورمچي د مذاکراتو په اړه وروستي معلومات شریک کړل او ویې ویل چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دا بهیر یې په بېطرفۍ او همکارۍ پیل کړی دی. متقي ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت دریځ دفاعي دی او له خپل حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي، خو د متقابل درناوي او تفاهم پر بنسټ د خبرو اترو دوام ته ژمن دی.




































