د امریکا ګڼو رسنیو د ایران او امریکا له لنډمهالي اوربند وروسته په خپلو تحلیلونو کې ویلي چې د ډونالډ ټرمپ د پخوانیو سیاستونو پایله په عملي ډول د ایران په ګټه تمامه شوې ده. د سي اېن اېن، نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ په څېر رسنیو په خپلو تبصرو کې ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د پرانیستې موضوع کومه نوې لاسته راوړنه نه وه، ځکه دا ستراتیژیکه لار لا د جګړې له پیل مخکې فعاله وه. د دغو رسنیو د شنونکو په وینا، ایران وتوانېد چې د فشارونو سره سره خپل مهم اقتصادي او جغرافیایي امتیازات وساتي، او د اوربند وروسته وضعیت دا ښيي چې تهران په سیمه کې خپل دریځ لا هم قوي ساتلی دی. ځینې امریکایي تبصره کوونکي دا هم وایي چې د ټرمپ تګلارې، که څه هم د فشار لپاره طرحه شوې وې، خو په پایله کې یې ایران ته دا فرصت برابر کړ چې له نسبي ثبات سره خپل ستراتیژیک موقعیت وساتي.




































