د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند شرطونه څرګند او بې ابهامه دي او امریکا دې د اوربند یا «د اسرائیلو له خوا د جګړې دوام» ترمنځ یو غوره کړي. عراقچي زیاته کړې، چې امریکا نه شي کولی هممهاله هم د اوربند خبره وکړي او هم د اسرائیلو له نظامي اقداماتو ملاتړ ته دوام ورکړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې ایران او امریکا له خپلو شریکانو سره یو ځای د لبنان په ګډون پر هر اړخیز بېړني اوربند هوکړه کړې. د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته چین هم اعلان کړی چې د سولې په برخه کې د مهم رول لوبولو لپاره چمتووالی لري.




































