په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خیبر پښتونخوا او د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو ورښتونو او تېزو بادونو له امله ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پنجاب ایالت بهکر ولسوالۍ کې د کورنو چتونو پرېوتو په دوو جلا پېښو کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي. د پاکستان د ژغورنې ادارې خبر ورکړی، چې په یوه بله پېښه کې په خانيوال ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتی چې پهکې دوه کسان ټپيان شوي او دغه راز په مظفر ګړ ولسوالۍ کې هم دوه کسان ټپیان شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په تونسي ولسوالۍ کې د یوه رسټورانټ چت پرېوتو له امله پنځه کسان ټپیان شوي او په همدې سیمه کې بیا په دوو نورو پېښو کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي.




































