د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، د اپرېل په اتمه د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې چین د ایران د جګړې له پیله د اوربند او سولې د ټینګښت لپاره فعالې هڅې کړې دي. هغې زیاته کړې چې د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي، له بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ۲۶ ځله ټلیفوني خبرې کړې دي. د نوموړې په وینا، د منځني ختیځ په چارو کې د چین ځانګړي استازي هم د سیمې او خلیج هېوادونو ته سفرونه کړي دي. همدارنګه چین له پاکستان سره په ګډه د خلیج او منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د بېرته ټینګښت لپاره یو پنځه مادهییز وړاندیز هم وړاندې کړی دی.




































