د بریتانیا لومړي وزیر کییر ستارمر، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په جده کې کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې، ستارمر د امریکا او ایران ترمنځ له موقتي اوربند څخه هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اوس باید هڅې د دې اوربند د ساتلو او دایمي سولې ته د بدلېدو لپاره متمرکزې شي. د بریتانیا لومړي وزیر همدارنګه د سعودي عربستان د ملاتړ د دوام ټینګار کړی دی.




































