د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د اسراییلو د بمبارۍ له امله ۱۸۲ کسان وژل شوي او ۸۹۰ نور ټپیان دي. سرچینو دا بریدونه د وروستیو ورځو تر ټولو خونړي بریدونه بللي دي. ویل کېږي چې دا بریدونه د ایران او امریکا–اسراییلو ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته ترسره شوي، چې ویل کېږي لبنان هم په دې اوربند کې شامل و. د مالوماتو له مخې، اسراییلو ګڼ مېشتې سیمې، سوداګریز مرکزونه او د استوګنې ځایونه په نښه کړي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې لبنان په اوربند کې شامل نه دی او د ایران تر ملاتړ لاندې د حزب الله ډلې پر وړاندې جلا جګړه روانه ده. خو پاکستان، چې د دې اوربند منځګړیتوب یې کړی، ویلي چې لبنان هم پکې شامل دی.




































