د بغلان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰ ټولګټې پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مسوولینو په خبره تېر کال د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د ۲۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ پراختيايي پروژو چارې پیل شوې وې چې له دې ډلې یې ۲۰ پروژې د ۳۳ میلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.




































