د لوګر ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د محمداغې ولسوالۍ ښاروال نصیر احمد جبیر رسنیو ته ویلي چې د وروستیو پرله پسې اورښتونو له امله په دغه ولسوالۍ کې ۳۰ کیلومتره سړک تخریب شوی او د سیمې اوسېدونکو ته یې د تګ راتګ په برخه کې ګڼې ستونزې جوړې کړې وې. د نوموړي په وینا، دغه سړک د محمد اغې ولسوالۍ اړوند ناظر کلا، سرخاب، پل قندهاري او یو شمېر نورو سیمو ته غځېدلی، چې له بشپړېدو سره به یې د زرګونه کورنیو د تګ راتګ ستونزې حل شي.




































