د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) ویلي، چې په سرپل ولایت کې د ۵.۳۳ کیلومترو په اوږدوالي سره د اوبو د یو کانال د بیا رغونې په حال کې دی، چې د ۷ زره کسانو لپاره اوبو ته لاسرسی برابروي. سرچینې ویلي، چې دا کانال د سرپل ولایت په «بازار کهنه» سیمه کې بیا رغول کېږي. د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړې چې دغه کانال د ۳۰۴ هکټاره ځمکې د خړوبولو زمینه برابروي. دغې ادارې تر دې وړاندې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې یې شاوخوا د اوبو۱۰ واړه بندونه (چکډیمونه) جوړ کړي، چې د سېلابونو د بهېدو مخه نیسي او د ځمکې لاندې اوبو په تغذیه کې مرسته کوي.




































