متحده ایالتونو په وینزويلا کې د روسي پوځيانو حضور غندلی دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي چې د وینزويلا په څېر هېواد ته، چې له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د روسي پوځیانو ورتګ بې ثباتي لازیاتولای شي.
په همدې حال کې د وینزویلا لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ایلیوت ابرامز وړمه ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته ویلي، چې د امریکا حکومت اټکل کوي چې ۱۰۰ روسي پوځي استازي وینزویلا ته تللي دي.
ایلیوت ویلي چې روسي پوځيان د وینزویلا د هوايي دفاع پر راکټي سیسټم، اېس ۳۰۰ کار کوي چې ښايي په وروستیو کې د برېښنا د نشتوالي له کبله به ورته ضرر رسېدلی وي.
هغه همدا راز په وینزویلا کې د کیوبا د وګړو په ځانګړي ډول د هغه هېواد په استخباراتي ادارو کې، د کیوبایانو حضور د اندېښنې وړ بللی دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په یوه بیان کې ویلي، چې په وینزویلا کې د پوځي حضور ټینګول یا د پوځي عملیاتو د پراختیا لپاره د بهرنیو پوځیانو استول په کلکه غندي او دغه څه په دغه هېواد کې روان بحران لاپسې پېچلی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په وینزویلا کې د اقتدار پر سر کړکېچ، نړیوال قدرتونه په دوو برخو وېشلي چې د امریکا په ګډون، ځينې غربي هېوادونه د دغه هېواد د اپوزېسیون له مشر خوان ګوایدو؛ خو روسیه، چین او ځينې نور هېوادونه بیا د دغه هېواد له اوسني مشر نېکولاس مادورو څخه ملاتړ کوي.
په وینزویلا کې د قدرت پر سر وروستیو جنجالونو دغه هېواد له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.





































