روسیې د اسراییلو له لوري پر لبنان د بمباریو درېدو غوښتنه کړې ده. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې همدارنګه په پاکستان کې ایراني مذاکره کوونکو څخه غوښتي چې مسولانه کړنلاره وټاکي. په اعلامیه کې راغلي، چې په پاکستان کې د امریکا او ایران تر منځ مذاکرات په خلیج هېوادونو کې د ترینګلي وضعیت د حل لاره ګڼل کېږي.



































