له څو ساعتونو اوږدو خبرو اترو وروسته د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس اعلان وکړ چې له ایران سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې. جيډي ونس په یوې خبري غونډه کې وویل: «موږ هوکړې ته ونه رسېدو، ځکه هغوی زموږ شرطونه ونه منل. نوموړي وویل موږ ۲۱ ساعته مذاکرات وکړل، بحثونه بنسټیز وو، خو بده خبره دا ده چې بیا هم هوکړې ته ونه رسېدو.» نوموړي زیاته کړه چې د دې ناکامۍ پایلې به د ایران لپاره تر امریکا ډېرې منفي وي، او ټینګار یې وکړ چې دا مذاکرات «بریالي نه وو». د هغه په وینا، امریکايي پلاوی به بېرته واشنګټن ډيسي ته ستون شي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې یادې خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او یوې احتمالي هوکړې ته د رسېدو په هدف ترسره شوې وې، خو ښکاري چې بنسټیز اختلافات لا هم نه دي حل شوي.




































