اسوشیټډ پریس د لبنان د روغتیايي چارواکو له قوله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د اسراییل په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲ زرو څخه اوښتی او نږدې ۶ نیم زره نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۲۴۸ ښځې، ۱۶۵ ماشومان او ۸۵ روغتیايي کارکوونکي شامل دي، چې دا د ملکي تلفاتو د لوړې کچې څرګندونه کوي. راپور زیاتوي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه په لبنان کې وژل شوي دي، چې د جګړې د شدت دوام ښيي. په همدې حال کې، ایران په لبنان کې اوربند د مذاکراتو لپاره یو مهم شرط بللی، خو امریکا او اسراییل وایي چې د لبنان موضوع د دې هوکړې برخه نه ده.




































