زوزانا کاپوتووا د سلواکیا د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه ددې هېواد په ټاکنو کې بریالۍ شوې ده. نوموړې چې د فساد سره مبارزې شعار ټاکنو ته درېدلې وه او پخوانۍ سیاسي تجربه نه لري، وکولی شول خپل مخکښ ټاکنییز سیال ډیپلوماټ ماروس سېفکوویچ ته ماتې ورکړي. د هغې رقیب د اروپايي ټولنې لوړپوړی چارواکی هم دی. د سلواکیا پر سږنۍ ټاکنو د یوه خبریال وژنې سیوری غوړولی و. یان کوچیاک چې د لوړپوړي دولتي کسانو د فساد په اړه یې څېړنې کولې تېر کال له خپلې کوژدنې سره د ناپېژندل شویو وسله والو لخوا ووژل شو. نوې تاکل شوې ولسمشرې ددغه خبریال وژنه ټاکنو ته د درېدو یو لوی لامل په ګوته کړی دی. زوزانا کاپوتووا وکړی شوای ۵۸ سلنه رایه ترلاسه کړي. ټاکنیز سیال یې یوازې ۴۲ سلنه رایې ګټلي. نوې ۴۵ کلنه ولسمشره له خپل مېړه جدا شوې او دوه ماشومان لري.





































